وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ويلاديمير زیلینسکي د پوتین او اوکراین د روانې جګړې تر سخت فشار لاندې ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې په موخه واشنګټن ته روان شو.
سرچينه وايي، ګڼ شمېر اروپايي مشران به د اوکراین له ولسمشر سره یو ځای سپینې ماڼۍ ته لاړ شي، څو د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو یوه لاره ومومي.
سرچينه زياتوي، چې ټرمپ غواړي له زيلينسکي او اروپايي مشرانو سره په جلا جلا توګه ناستې ولري.
له بل لوري بيا ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ ناسته نن دوشنبه ورځ د امريکا په وخت وروسته له غرمې ۱:۱۵ او د افغانستان په وخت د شپې ۹:۴۵ پیل کېږي.
سرچينه وايي، د ټرمپ د مهالویش له مخې چې د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوی، دا لیدنه به یو ساعت دوام وکړي.
د ټرمپ او زيلينکسي ترمنځ د نن ورځې ليدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د اوکراين او روسيې ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو احتمال له نورو وختونو لوړ دی.
ياده دې وي چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د ټرمپ او زيلينسکي وروستۍ ليدنه له لفظي شخړې او پراخو جنجالونو سره مل وه.