نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې د امریکا د کانګرس له څلورمې برخې څخه زیاتو ډیموکراتانو د ولسمشر ټرمپ د ګوښه کولو غوښتنه کړې او د ایران د «بشپړ تمدن» د له منځه وړلو له ګواښ وروسته یې د هغه پر رواني روغتیا او وړتیا شک ښودلی دی.

دغو وکیلانو وړاندیز کړی چې د ټرمپ دا ډول پاروونکي ګواښونه د دې لپاره کافي دلیل دی چې کانګرس یې استیضاح کړي او یا یې کابینه د اساسي قانون د ۲۵م تعدیل له لارې له واکه لیرې کړي، ځکه د دوی په باور د هغه دا چلند د هېواد او نړۍ امنیت ته جدي خطر پېښوي.

د ایران پر وړاندې جګړه کې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې په نړيواله کچه تر نيوکو لاندې راغلي او نوموړی يو رواني ناروغ بلل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version