د افغانستان سترې محکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم او د یادې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په لارښوونې د یوې ځانګړې تګلارې پر بنسټ د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۵۶۱۵ تنه زندانیان له بنده ازاد او یا تخفیف ورکړل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو زندانیانو له ډلې ۲۴۶۳ تنه چې د بښنې مستحق وو، خوشې شوي او ۳۱۵۲ تنه نور چې د تخفیف وړ وو، د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version