Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
    سیمه

    سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    صابر افغانصابر افغان22 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران د بشر حقونو د څار ډلې «حال‌وش» راپور ورکړی، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان، ایران او پاکستان پولې ته نږدې د سراوان په سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند یوې ډلې باندې خونړی وسله‌وال برید شوی دی.

    د راپور له مخې، برید د سراوان ولسوالۍ د «بچه‌راهی» پولې ته څېرمه شوی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

    سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي کسان د افغانستان او پاکستان تابعیت لرونکي وو او د سپاه پاسداران له لوري د بلوڅ سیاسي فعالانو د تعقیب او ترور لپاره ګمارل شوي وو. دغه ډله د سپاه پاسداران د دوو سیمه‌ییزو قومندانانو، هوشنگ سوری‌زهی او یاسر نوشیرواني، په مشرۍ کې فعالیت درلود.

    د حال‌وش د معلوماتو له مخې، د وژل شویو ډېره برخه هغه افغان عسکر وو چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د کابل له سقوط وروسته ایران او پاکستان ته تښتېدلي وو.

    په راپور کې د وژل شویو کسانو نومونه هم یاد شوي، چې په ترتیب سره اسد، عمر، بازګل او احمد یاد شوي او دغه راز د «پهلوان» په نوم یو بل کس سخت ټپي شوی دی.

    حال‌وش ادعا کوي چې سپاه پاسداران دغه کسان د بلوچستان د وګړو د ځپلو، د سیاسي فعالانو د ترور، د افغان کډوالو پر وړاندې د بد چلند، او د سون‌توکو د قاچاقچیانو د وژنې لپاره استخدام کړي وو.

    تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو د پاکستان او ایران په پوله وسله‌وال قاچاقبران، بلوڅ بېلتون‌پال او نورې خپل‌سرې ډلې فعالیت لري.

    مخکینۍ مقالهد امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که اړتيا پېښه شوه، يو وار بيا پر ايران بريد کوم
    راتلونکي مقاله له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    مربوطه لیکنې

    ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه امریکا ته د نوي وړاندیز راپور رد کړ

    25 اکتوبر 2026

    ایران پاکستان ته د ګازو صادرات ودرول

    24 اکتوبر 2026

    ايران د امريکا د بريد د تکرار په صورت کې د مخابراتي کيبلونو د په نښه کولو ګواښ کړی

    24 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 اکتوبر 2026

    کابل کې د امر بالمعروف قانون د تطبیق پر څرنګوالي خبرې شوي

    د کابل ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت…

    د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له نوي استازي سره د پراختیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    27 اکتوبر 2026

    ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي

    27 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کابل کې د امر بالمعروف قانون د تطبیق پر څرنګوالي خبرې شوي

    27 اکتوبر 2026

    د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له نوي استازي سره د پراختیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    27 اکتوبر 2026

    ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي

    27 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،271 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.