Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سرحدونو او قبایلو وزارت: د واخان د جیوپولیټیکې او جیوستراتيژیکې سیمې پلټنه او څېړنه شوې
    افغانستان

    سرحدونو او قبایلو وزارت: د واخان د جیوپولیټیکې او جیوستراتيژیکې سیمې پلټنه او څېړنه شوې

    صابر افغانصابر افغان21 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د ټاکل شوي پلاوي له لوري یې د بدخشان د درېیو ولسوالیو اړوند سیمو کې یې د ډیورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو څېړنه او بررسي کړې ده.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بدخشان د واخان، زېبک او کرن منجان ولسوالیو د پلټنې، مطالعې او څېړنې لپاره د یاد وزارت د سرحدي بررسيو رئیس انجنیرغلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ سفر کړی او په واخان ولسوالۍ کې یې له تاجیکستان سره ۴۳۴،۶۲ کیلومتره، له چین سره ۹۶ کیلومتره، له جمو کشمیر سره ۱۰۲ کیلومتره او له پاکستان سره ۲۴۶،۰۱ کيلومتره فرضي کرښه او رسمي سرحدونو مطالعه او بررسي کړي دي.: « دغه پلټنه په داسې حال کې شوې چې له شاوخوا درېیو لسیزو را په دې خوا د ډيورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو ته څوک د کتنې په موخه نه دي ورغلي. د دغې پلټنې په ترڅ کې د هېواد ارزښتمنې ساحې چې واخان او پامیرونه یې د یادولو وړ دي هم مطالعه او وڅېړل شوې.»

    د خبرپاڼې له مخې، د ذکر شوو سیمو له ډلې پامیر چې د نړۍ د بام په نامه مشهوره سیمه ده د ګران هېواد افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري او د سیمې په کچه د جیو پولیټیک او جیو ستراتيژیک ځای له نظره له خورا لوړ ارزښت او پوره اهمیت څخه برخمنه ده.

    پرو سږکال داسې اوازې خپرې شوې، چې پاکستان غواړي واخان له افغانستان څخه جلا او خپله برخه یې وگرځوي، چې منځنۍ اسیا ته نږدې لاره پیدا کړي.

    هغه وخت د ملي دفاع چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي وو، چې واخان د افغانستان د سر حیثیت لري او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې کوم زیان ورته ورسوي.

    واخان د بدخشان له مهمو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې د پاکستان له نامنل شوې فرضې کرښې (ډیورنډ),جمو کشمیر، چین او تاجيکستان سره گډه پوله لري او د پامیر د واورینو غرونو د شتون له کبله د امو سیند یوه له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

    افغانستان له چین، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبېکستان او ایران سره گډې نړیوالې پولې لري؛ خو له پاکستان سره تر اوسه پوله نه لري؛ ځکه ډیورنډ فرضي کرښه تر اوسه یو حکومت هم په رسمیت منلې نه ده او تر اټک پورې د افغانستان خاوره ده، چې د پخواني برېتانوي هند له لوري له افغانستان څخه جلا شوې ده.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان محکوم ولس ته څه کول پکار دي؟
    راتلونکي مقاله د سږني کانکور پایلې اعلان شوې

    مربوطه لیکنې

    د ‏سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بیرته ایران ته مسترد کړل

    16 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025

    د فتحې د څلورمې کليزې په وياړ د کابل ټولو تفريحي پارکونو ته تګ وړيا دی

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 اگست 2025

    د ‏سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بیرته ایران ته مسترد کړل

    د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی، چې د فراه بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر…

    الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي

    16 اگست 2025

    د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد

    16 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ‏سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بیرته ایران ته مسترد کړل

    16 اگست 2025

    الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي

    16 اگست 2025

    د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد

    16 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،943 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،962 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.