افغاني سره‌میاشت وايي، د دې ټولنې له لوري په تېرو ۳۰ ورځو کې د میدان‌وردگو کې په بېلابېلو سیمو کې یې د خپلو روغتیايي کارکوونکو په واسطه ۶۰۶۶ تنو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړې دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاده موده کې ۱۷۱۲ تنو ته له معاینې وروسته په وړیا توگه درمل ورکړل شوي، د ۱۷۳ ټپيان پانسمان شوی، ۷۰۷ ښځو او ماشومانو ته بېلابېل واکسينونه تطبیق شوي، ۲۹۱۵ تنو ته روغتيايي مشورې او ۲۰۲ میندو ته له ولادت وړاندې او وروسته د ځان د روغتيا ساتنې اړوند لارښوونې شوي.

د خبرپاڼې له مخې، همدا ډول ۲۹۹ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانگړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنگ ۵۸ میندو ته د کورنۍ د تنظیم په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوى.

افغاني سره‌‌میاشت د دې سربېره چې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، ترڅنگ یې له سېلاب‌ځپلو، زلزله‌ځپلو، راستنېدونکو کډوالو او ناچاره خلکو سره بېلابېلې مرستې هم کوي.

یاده ټولنه هره میاشت د هغو ماشومانو وړیا درملنه هم کوي، چې د زړه‌سوري ناروغي ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version