د آفچین کمپنۍ مسوولینو په سرپل ولایت کې د قشقرې سیمې د ۲۳م نمبر د تېلو استخراج څاه د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د آفچین کمپنۍ د عامه اړیکو مسوول انجنیر امرالدین علیزي ویلي، چې د قشقرې څاه ګانو د تېلو د استخراج د چټکولو او ظرفیت لوړولو په موخه د چین او قزاقستان هېوادونو څخه ۲۰۰ موټره نوي تجهیزات او ماشينونه را انتقالوي.

نوموړي زیاته کړه چې د قشقري ٢٣م نمبر څاه په پرانیستلو سره به د دغې سیمې د تېلو استخراج کچه لوړه شي او ډېر ژر به د آق دریا او زمرد سای سیمو د تېلو استخراج پيل شي.

د یادونې وړده، چې تر اوسه ۷۹ موټره نوې تجهیزات قشقري سیمې ته رسېدلي، او تمه ده چې د ټولو وسایلو له رسېدو سره به په آمو دریا سیمه کې د تیلو د استخراج سرعت او ظرفیت لوړ شي.

د يادونې وړ ده چې د امو دریا د نفتو‌ ساحې د بشپړ استخراج له پيل او ترلاسه شويو نفتي توکو وروسته به افغانستان د نفتو په برخه کې پرځان بسيا، او حتا بهرنيو هېوادونو ته صادرات ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version