د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالي کې د نجونو لپاره د یوې لېسې ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا، د ښوونځي پر دې ودانۍ ۱۵میلیونه، ۷۵۰زره او ۶۷۳ افغانۍ لګښت راغلی دی.
د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې امر هدایتالرحمن صداقت وايي، چې دغه ښوونځی اته درسي خونې، څلور ادارې خونې، پنځه تشنابونه، یو ګارډ روم، ژوره څاه، ۱۶۰ مېز او څوکۍ او نور اړین ملحقات لري چې لګښت یې، ۱۵میلیونه، ۷۵۰زره او ۶۷۳ افغانۍ دی.
صداقت همداراز د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې له دغه ښوونځي په سمه توګه ساتنه وکړي