په دې وروستيو کې پاکستاني رسنیو تر بېلابېلو عنوانو لاندې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر خليفه سراج الدين حقاني د استعفاء په اړه راپورونه خپاره کړل.

یوې سرچینې هندوکش غږ ته وویل چې دا خبرونه ناسم دي او د کورنیو چارو وزیر استعفاء نه ده ورکړې.

د سرچینې په وینا: «پاکستاني‌ رسنۍ د افغان سرپرست حکومت په ليکو کې د کاذبو ترسیماتو افواهات او شايعات خپروي، چې د خپل همیشني عادت له مخې یې موخه د تشویشونو ایجاد او د افغانانو ترمنځ د شته اعتبار او يووالي زيانمن کول دي.»

سرچینه وایي چې پاکستان غواړي د افغان حکومت پر خلاف د منفي تبليغاتو په ترسره کولو سره له خپلو امنیتي ناکامیو او پاکستان کې له شته کړکېچن وضعيت څخه د خلکو پام بلې خواته واوړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version