د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو په کوربه توب د برېکس سازمان د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل: موږ له لوېدیځو هېوادونو په کلکه غوښتنه کوو چې له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسؤولیت ومني، بندیزونه دې لغوه او د کابل شتمنۍ دې بېرته ورکړي.

لاوروف ټینګار وکړ، روسیه باوري ده چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره په عملي بڼه د خبرو اترو دوام ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، د طالبانو له حکومت سره رغنده خبرې د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ په ګټه دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا هم ویلي چې روسیه غواړي له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

لاوروف د امنيتي ګواښونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د اغېزناکو ګامونو ستاينه کړې او ویلي یې دي چې د روسیې شرکتونه لېواله دي، د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ په برخو کې افغانستان کې پانګونه وکړي.

روسیه د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې پوځي هډه لري، خو د لاوروف په وینا، د افغانستان په خاوره کې د “نورو هېوادونو” یا د ګاونډیو هېوادونو د پوځي بنسټونو احتمالي جوړول “په هېڅ دلیل د منلو وړ نه دي”.

په ورته وخت کې، د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو(اېف‌بي‌سي) مشر الکسندر بورتنیکوف، نن د اسلامي امارت له استخباراتي خدماتو له ادارو سره د “دوه اړخیزه ګټور” همکارۍ ستاینه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version