د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د سعودي د استخباراتو مخکني مهم چارواکي او د سعودي د مخکني وليعهد امير محمد بن نايف مشاور سعد الجبري ويلي: د سعودي اوسني وليعهد محمد بن سلمان غوښتل د سعودي مخکنی پاچا امير عبد الله بن عبدالعزيز ووژني.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ سعد الجبري همدا رنګه زياتوي، چې اوسني وليعهد محمد بن سلمان غوښتل، د سعودي پخوانی پاچا امير عبدا الله بن عبدالعزيز، د يوې لاسي زهرجنې ګوتې په وسيله ووژني، چې هغه ګوته يې له روسيې راوړې وه.

د هغه په وينا وروسته چې سعودي حکومت ته په دې اړه معلومات وشول نو بيا په امير محمد بن سلمان باندې له امير عبدالله سره د ستړي مشي کولو بنديز ولګېد او هغه به نه ور پرې ښودل کېده.

سعد الجبري چې دا خبرې له بي بي سي سره په مرکه کې کړي او اوسمهال کاناډا کې د مهاجرت شپې تېروي ويلي: سعودي حکومت د يمن له حالاتو ځان ساته او نه یې غوښتل چې مداخله وکړي خو همدې محمد بن سلمان په ډير چل د يمن جګړې ته ور ودانګل او په دروغو سره یې د پلار امضا وکړه چې هغه اصلا هيڅ خبر نه ؤ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version