د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون په رسمي ډول پیل شو.

یاد وزارت ویلي، چې روان کال به له افغانستانه ۳۰ زره حاجیان د حج مراسمو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د معلوماتو له مخې دا بهیر به د هېواد له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې ترسره شي، چې د پلان له‌مخې، ۱۵ زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵ زره نور حاجیان به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین حافظ محمد حامد حسیب ویلي، چې د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو او ټرانسپورټ په برخو کې بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د لومړۍ الوتنې حج کوونکي د کابل له نړۍوال هوایي ډګر څخه د حرمین شریفین په لور روان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version