د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، غني شوي یورانیم ورته د خپلې خاورې په څېر ارزښتمن دي او هیڅ ځای ته به ونه لېږدول شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا ته د ایران د غني شویو یورانیمو د لېږدول کېدو خبره په مذاکراتو کې نه‌ده مطرح شوې.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې دوی به د ایران په همکارۍ د دغه هېواد غني شوي یورانیم راټول او امریکا ته ولېږدوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version