د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د اسرائیلو له لوري د غزې تړانګې د نیولو پرېکړه په کلکه غندلې او دا اقدام یې غیرانساني، د سولې لپاره خطرناک او د فلسطيني ولس پر وړاندې د نسل وژنې هڅه بللې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ریاض د غزې د نیولو په اړه د اسرائیلو وروستۍ پرېکړه غندي او له نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنه کوي چې د اسرائیلو ټولې سرغړونې او تېري سمدستي ودروي.
ياده دې وي، چې د اسرائیلو کابينې د غزې د بشپړ نيولو طرحه تصويب کړه، چې تر دې دمه د نړيوالو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.