Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سلطان محمود غزنوي؛ داسې شخصیت چې په بې بنسټه خبرو نشي داغداره کېدلای!
    لیکني

    سلطان محمود غزنوي؛ داسې شخصیت چې په بې بنسټه خبرو نشي داغداره کېدلای!

    صابر افغانصابر افغان25 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نږدې زر کلونه وړاندې، په ننني افغانستان کې یو چا د محمود غزنوي په نوم نړۍ ته سترګې وغړولې، تقدیر او برخلیک یې دا و چې خپل، د افغان ملت او اسلامي اُمت نومونه د سوچه اسلامي واکمنۍ له لارې روښانه او وځلوي.

    سلطان محمود غزنوي د اسلامي اُمت په ګټه د ډېرو ویاړونو په راوړلو سره، نه یوازې دا چې خپله واکمني یې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې د یوه ځواکمن او نوموتي حکومت په توګه ثبت کړه، بلکې دا واکمني لا هم د اسلامي هېوادونو د واکمنانو لپاره په اسلامي تاریخ کې د یوه دایمي یاد او بېلګې په توګه تلپاتې ده.

    په دې وروستیو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د اسلامي نړۍ د دې وتلي شخصیت په اړه سپکې او ناسمې خبرې کړې دي. اړتیا ده تر څو د پاکستان د دفاع وزیر د دې څرګندونو په ځواب کې ووایو چې د محمود غزنوي په څېر د یو ستر شخصیت نوم په دومره اسانۍ، له دلایلو پرته د میکروفون تر شا تحریفول، نشي کولای د تاریخي حقایقو په بدلون کې اغېز ولري.

    د پاکستان د دفاع وزیر له توهین ډکې څرګندونې د اسلامي اُمت له تاریخي حافظې څخه د دې ستر اسلامي شخصیت نېک نوم نشي لرې کولای، بلکې د دې ډول شخصیتونو توهین او سپکاوی به ددې لامل شي چې مسلمان ځوانان د دې لویو شخصیتونو ژوند لیک بیا ځلې مطالعه او ولولي.

    د سلطان محمود غزنوي په څېر د یو داسې شخصیت د نوم بدولو لپاره چې د اسلامي نړۍ د ځواکمن او خادم سلطان په توګه د دوه میلیارده اُمت په ذهنونو کې نقش او ثبت دی، ډېرو هڅو ته اړتیا ده؛ لومړی ګام د ابن کثیر، ذهبي، ابن اثیر، ابن خلدون، عبدالحی حنبلي او تاج‌ الدین سبکي په څېر د لویو تاریخ لیکونکو د معتبرو کتابونو له منځه وړل دي، وروسته بیا پر دې لوی شخصیت برید کولای شي.

    تاریخ د بشریت حافظه ده، د تدوین او لیکل شوي تاریخ پوهې او معارف د اسلامي نړۍ ستر شخصیتونه د تاریخ په کتابونو کې ثبت کړي دي. د نننیو وسایلو توان، د انساني فکر، پوهې او خلاقیت ژوروالي ته چې د لوستلو او لیکلو له لارې ترلاسه کېږي، نشي رسېدلی.

    له همدې کبله د اسلامي نړۍ د ختیځ د ستوري محمود غزنوي ویاړ او عظمت چې د اسلامي تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شوی دی، تل به ژوندی او تلپاتې وي او هېڅوک دا نقش شوی تاریخ له منځه وړلای نشي.

    بل لوري ته د پاکستان د دفاع وزیر دغه له توهین ډکې څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان پوځ خپل نوي توغندي د محمود غزنوي په نوم نومولي دي. له دې څخه څرګندېږي چې خواجه آصف نه یوازې د اسلامي نړۍ له تاریخ څخه ناخبره دی، بلکې د خپل هېواد، پوځ او خپلو مسؤلیتونو په اړه هم پوهه نه لري. په دې خبرو سره یې په عملي توګه خپله دنده هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده، دی سلطان محمود غزنوي غل او ډاکو بولي، نو بیا څرنګه شونې ده چې د خپل پوځ توغندي د هغه په نوم نوموي!؟

    د محمود غزنوي په نوم د پوځ د توغندیو له نومولو سره د خواجه آصف دا ټکر خبرې او د پاکستان د ملت له لوري یې په ټینګه ردېدل، د روښانه حقیقت څرګندونه کوي او د پاکستان د ملت، اسلامي نړۍ او تاریخي واقعیتونو هغه ځپونکی ځواب دی چې د خواجه آصف څرګندونو ته یې ورکړی دی.

    یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد احصایې او معلوماتو اداره: تېره مياشت څه باندې ۱۱۰۰ بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی
    راتلونکي مقاله شمالي وزيرستان کې پاکستاني طالبانو له بېګا راهیسې په بېلابېلو بريدونو کې شاوخوا لس پوځيان وژلي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.