د سمنگانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په سمنگان کې یې د ځانگړو عملیاتو په پایله کې ۹ وسله‌وال غلهٔ نیولي دي.

د سمنگان د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، افغان ځانگړو امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۹ وسله‌وال غلهٔ نیولي دي.

د رحماني په خبره، نیول شوي غلهٔ د مزار شریف او د دره‌صوف ولسوالۍ اوسېدونکي دي.:«نیول شوو غلو به وسله‌والې غلاوې کولې او خلکو ته یې سر خوږی جوړ کړی و.»

دی زیاتوي، نیول شوو غلو یوه ساعت له امنیتي ځواکونو سره نښته هم کړې؛ خو بالاخره کنتل غره په اړوند سیمه کې ونیول شول.:«له نیول شوو غلو دوه میله کلاشینکوفونه، دوه میله تومانچې نیول شوي او د نښتې پر مهال یو غل ټپي شوی هم دی.»

د کابل په گډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وسله‌والې غلاوې وخت ناوخت کېږي؛ خو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د گڼو غلاوو مخه نیول شوې او گڼ غلهٔ اوس‌مهال په بندخونو کې دي.

ځینې دیني عالمان له حکومت غوښتنه کوي، چې غلو ته هم د شریعت په رڼا کې سزاوې ورکړي، څو په هېواد کې وسله‌والې غلاوې کمې شي او خلک په ارام ډول خپل ژوند پر مخ یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version