
سیمهییزې سرچینې وایي، د پاکستان سند ایالت کې د پولیسو پر پوستې وسلهوال برید شوی، چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد د پوځي رژیم دوه عسکر هلاک شوي.
سرچینې زیاتوي، چې برید د دغه ایالت «نوشهرو فېروز» سیمه کې شوی او وسلهوالو د هلاک شویو پولیسو وسلې هم له ځانه سره وړي دي.
د پاکستان پوځي رژیم امنیتي سرچینو د دغه برید پړه پر اتحاد المجاهدین پاکستان سازمان اچولې ده.
د پاکستان سند ایالت کې د عسکرو پر پوستې برید داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د دغه هېواد د پوځي رژیم دفاع وزیر ویلي وو، چې جګړه ټول پاکستان ته غځېدلې.

