Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سنډې گارډین افغانستان ته د هغو رسنیو نوملړ خپور کړی چې شخړو، تعصب او ناسم معلوماتو باندې تورنې دي
    افغانستان

    سنډې گارډین افغانستان ته د هغو رسنیو نوملړ خپور کړی چې شخړو، تعصب او ناسم معلوماتو باندې تورنې دي

    صابر افغانصابر افغان29 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوستان له نوي ډیلي څخه خپرېدونکې ورځپاڼې(سنډې گارډین) د هغو رسنیو نومونه او د سرچینو نوملړونه خپاره کړي، چې په افغانستان کې کړکېچ، شخړو، تعصب او ناسمو معلوماتو خپرولو باندې تورنې شوې دي.

    یادې ورځپاڼې لیکلي، دغه رسنۍ داسې معلومات خپروي چې په افغانستان کې سیاسي فضا بې‌ثباته وښيي، تر څو لوېدیځ یو ځل بیا پر افغانستان د واک منگولې ټینگې کړي.

    ورځپاڼې په خپل څېړنیز راپور کې ویلي، کابل د تاریخ په اوږدو کې د نړیوالو څارگریزو فعالیتونو د مرکز په توگه یادېده؛ خو اوس دغه ښار خپل ستراتېژیک جیوپولېټکل اهمیت له امله یاد نوم تر لاسه کړی او د نړۍ له گوټ ـ گوټ څخه ډېپلوماټان، خبریالان، مرستندویه کارکوونکي او بېلابېل څارگریز فعالان په یاد ښار کې فعالیت کوي.

    د سنډې ګارډین د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې دننه او بهر د اشخاصو او سازمانونو له لوري په یوې وروستۍ هر اړخیزې څېړنې څرگنده کړې، چې د افغانستان د رسنیو یوه برخه د استخباراتي ادارو له لوري خړوبېږي. د دوی موخه یوازې د افغانستان بې‌ثباته کول دي.

    ورځپاڼې لیکلي، دغه رسنۍ له افغانستان بهر فعالیت کوي. د بې‌پرې خبرونو د خبري پوښښ پر ځای ناسم معلومات خپروي او په افغانستان کې قومي، مذهبي او سیاسي کړکېچ ته لمن وهي.

    سنډې گارډین د هغو رسنیو نومونه هم خپاره کړي، چې شپه او ورځ بې‌ځایه خبرونه خپروي.

    په دغو رسنیو کې اطلاعات روز، هشت صبح، ازادي راډیو، اشنا راډیو، افغانستان انټرنېشنل، کابل پرېس، امو خبري وېبپاڼه/ تلوېزون، کشور خبري اژانس، افق خبري اژانس او اماج خبري وېبپاڼه هغه رسنۍ یادې شوې، چې د څارگریزو ادارو له لوري د ناسمو معلوماتو خپرولو ته گمارل شوې دي.

    ورځپاڼې د یادو رسنیو سرچینې هم یادې کړې دي.

    “اطلاعات روز”چې یوه خبري وېبپاڼه ده په پیل کې یې له کابله خو اوس بېرون څخه فعالیت کوي.

    یادې وېبپاڼې په افغانستان کې له سیاسي ناکراریو وروسته خپل داخلي فعالیتونه ودرول.

    اوس مهال له بهر څخه خپل فعالیتونه کوي، په پښتو او دري ژبو خبرونه خپروي. رسمي سرچینې وايي چې ښايي دوی د یوې استخباراتي ادارې مالي ملاتړ تر لاسه کړی وي.

    “هشت صبح” هم هغه وېبپاڼه یاده شوې، چې اوس په ایران کې فعالیت کوي او د ایران د استخباراتي ادارې دننه غړو سره په همغږۍ کار کوي.

    “ازادي راډیو” هغه رسنۍ یاده شوې، چې د کابل حکومت پر ضد د یوې وسیلې په توگه کارول کېږي. ازادي راډیو د امریکا په گډون د گڼو هېوادونو له لوري تمویل کېږي او ۱۲ ساعته خپرونې لري.

    “د امریکا غږ اشنا راډیو” هم د هغو رسنیو په نوملړ کې ده، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه د سیاسي موخو لپاره فعالیت کوي.

    “افغانستان انټرنېشنل تلوېزیون” بیا د یو خلیجي نفوذ لرونکي هېواد څخه تمویلېږي.

    دوی هم ناسم معلومات خپروي او مرکز یې په واشنگټن ډي سي او لندن کې دی.

    د سنډې گارډین په باور، کابل پرېس هم هغه رسنۍ ده، چې د افغانستان په اړه موضوعات خپروي. دوی مرکز د ناروې په اوسلو کې دی او خلک قومي او مذهبي تعصب ته راپاروي.

    د امو خبري وېبپاڼې مرکز بیا د امریکا په ویرجینا کې یاد شوی او دغه رسنۍ هم د امریکايي استخباراتو د لاس اله یاده شوې، چې په تخصصي ډول د شخړو او کینو هڅولو لپاره تبلیغات کوي.

    سنډې گارډین ورځپاڼې لیکلي، کشور خبري اژانس د افغان اوسني حکومت ته د زیان رسولو په پار بې‌بنسټه ادعاوې کوي.

    دغه رسنۍ په پښتو او دري سربېره په انگرېزي ژبو هم خپرونې کوي، چې ټولې له تعصب او کینې ډکې دي.افق خبري اژانس هم د جنايي سازمانونو په تروېج تورن شوی.

    اماج نیوز بیا هغه رسنۍ یاده شوې، چې له لندن او ترکیې څخه خپرونې کوي او تعصب ته وده ورکول او بې‌بنسټه معلوماتو خپرولو باندې مشهوره ده.

    مخکینۍ مقالهکابل کې ۲۴ تنه د نشه‌يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي، روزگان کې هم د نشه‌يي توکو دوې کارخونې سوځول شوي
    راتلونکي مقاله تېره میاشت هېواد ته ۲ زره او ۶۰۰ بهرنیو وگړو تگ‌راتگ کړی

    مربوطه لیکنې

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    25 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو…

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،902 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.