
په دوحه کې افغان سفارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې هلته سفير محمد سهیل شاهین، د اروپایي سولې انسټیټیوټ له لوړپوړي سلاکار پاتریک دیوریس سره لیدنه او خبرې کړې دي.
سرچينې ويلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپا د اړیکو تر څنګ د تعلیم، سولې، ثبات، سوداګرۍ او د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لوريو پر دې سربېره په افغانستان کې د اروپا د پانګونې، د سیمې او نړۍ سیاسي وضعیت، نړیوالو ته د افغانستان د واقعي وضعیت د تشریح او نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.

