آر ټ عربيک رسنۍ راپور ورکړی، چې د سوډان حکومت له ۳۰ میاشتو وروسته له پورټسوډان څخه بېرته پلازمېنې خرطوم ته ستنيږي.

سرچينې د لومړي وزیر کامل ادریس له قوله ويلي، چې خرطوم کې به د روغتیا، تعلیم او برښنا په ګډون بنسټیز خدمات ښه کړي او د خلکو ژوند د لا ښه‌ والي لپاره به هڅې وکړي.

ياده دې وي، چې سوډان له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې د متحده عربي اماراتو له ملاتړه د برخمنو ملېشو له یوې خونړۍ جګړې سره مخ دی.

ياده جګړه کې تر دې دمه له ۱۵۰ زرو ډېر وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، له ۱۳ میلیونو زیات بې‌ ځایه شوي، له ۲۱ میلیونو ډېر له سختې لوږې سره مخ دي او ۳۴ میلیونه نور بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version