د سوډان دارفور ایالت کتم ښار کې د واده پر مراسمو په ډرون برید کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۵۸ ملکیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.

د العربیه د راپور له مخې، دغه ښار د غوڅ ملاتړ ملېشو تر کنټرول لاندې دی، بشري وضعیت پکې خورا خراب شوی او د پرلپسې بریدونو له امله ټول بازارونه تړل شوي دي.

بلخوا، د غوڅ ملاتړ ملېشو مخکښ قومندان جنرال احمد ادم چې د خرطوم، جزیره او دارفور په مهمو جګړو کې کلیدي رول درلود، له یادو ملېشو جلا او له پوځ سره یوځای شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version