د ترکیې ولسمشر اردوغان د اسرائیلي رژيم پرضد توندې څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د فلسطین او لبنان خلکو پر وړاندې په «جنایتونو» مرتکب شوی او که اړتیا شي، ان پوځي اقدام به هم پرې وشي.

اردوغان په استانبول کې د یوې وینا پر مهال ویلي، چې اسرائیل پرته له کومو اصولو او مقرراتو د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو وژلو ته دوام ورکوي او د انساني ارزښتونو درناوی نه کوي.

هغه همدارنګه د اسرائیل هغه نوی قانون «وحشیانه» بللی، چې د فلسطیني زندانیانو لپاره د اعدام سزا اجازه ورکوي.

اردوغان په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د اړتیا په صورت کې به ترکیه د اسرائیل پر وړاندې پوځي اقدام هم وکړي او ویلي یې دي: «د دې لپاره چې اسرائیل دا کار له فلسطین سره ونه کړي، موږ باید قوي واوسو. لکه څنګه چې قره‌باغ او لیبیا ته داخل شوو، هماغه کار به له دوی سره هم وکړو.»

هغه زیاته کړې، چې هیڅ خنډ یې پر وړاندې نشته، یوازې باید قوي شي څو دا ګامونه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version