‏د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د سوډان په ډارفور ایالت کې پر یوه ملکي روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپيان دي.

یاد سازمان ویلي، چې برید د ډارفور پر «الضعین» تدریسي روغتون ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د روغتون تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ویل شوي، د قربانیانو په ډله کې ماشومان، ناروغانو او طبي کارکوونکو هم شامل دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس تېدروس اډهانوم دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي باید خوندي وساتل شي.

د دغه برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو سوډان کې تر وړاندې پر ملکي بنسټونو او روغتونونو بریدونه د «چټک ملاتړ غبرګون» په نوم نیمه پوځي وسله‌والې ډلې کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ډله د متحده عربي اماراتو پراخ پوځي او لوجسټیکي ملاتړ له ځانه سره لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version