سيبياېی نیوز امریکایي رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو له ایران سره د جګړې پر مهال متحده عربي اماراتو ته یو پټ سفر کړی او د دغه هېواد له ولسمشر محمد بن زاید سره یې هم لیدلي دي.
د نتنیاهو دفتر دا سفر تایید کړی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، چې دغه سفر د صهیونیستي رژیم او متحده عربي اماراتو ترمنځ په اړیکو کې د تاریخي پرمختګ سبب شوی دی.
په ورته مهال صهیونیستي رژیم لپاره د امریکا سفیر مایک هکبي ویلي، چې یاد رژیم متحده عربي اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد هوايي دفاعي سیستم بیټرۍ او اړوند پرسونل هم استولی دی.
د یادونې ده، چې متحده عربي امارات لومړنی هېواد و، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا په منځګړیتوب له صهیونیستي رژیم د اړیکو د عادي کولو (ابراهیمي) تړونونه لاسلیک کړل.


