Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»سيما سمر د بشر حقوق په نامه بهرنيانو ته دلالي کوله
    راز

    سيما سمر د بشر حقوق په نامه بهرنيانو ته دلالي کوله

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش6 فبروري 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    ليکوال: عبدالله زاهد

    سيما سمر په تېره دوره کې د بشر حقوق خپلواک کميسون رئيسه وه او په ځانګړي ډول د دغه کميسون مشره وه چې په اداري او مالي فساد سربېره د افغانانو د عزت په خرڅلاو ککړه وه. دې هر وخت دا هڅه کړې چې افغانې مېرمنې بې حجابه کړي، زنا او همجنسبازي ته يې افغانې مېرمنې هڅولې.
    د يوې افغانې رسنۍ په حواله د ياد کميسون يوه کميشنر عبدالکريم عزيزي په ۲۰۱۶ کال کې د ولسي جرګې د قانون د پلي کېدو د څار کميسون کې، د بشري حقوقو پر کميسون د وکيلانو د نيوکې پر مهال په ډاګه وويل چې سيما سمر په مالي، اداري او اخلاقي فساد کې ښکېله ده.
    وکيلانو وويل چې د دغه کميسون ټولې کړنې د پرديو استخباراتو لپاره او سياسي دي، دا د افغانانو بد قسمتي ده چې داسي يو کميسون شتون لري چې يواځې او يواځې د پردو لپاره کار کوي او د افغانانو د کلتور دښمني او عياشي ته افغانان سوق کوي.
    عبدالکريم عزيزي يو لړ اسناد هم د هغه وخت دولت ته د دې په باره کې سپارلي وو خو لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې تېر نظام د امريکا پروژه، غلامان وه او د هغوی د پلانونو مخالفت يې هيڅکله نه سوای کولای؛ سيما سمر ته هم دغه د بې پرده ګي پروژه امريکا او نورو غربي ملکونو سپارلې وه نو يې مقابل عکسلعمل ونه ښودی.
    د سيما ثمر په اړه کره شواهد وو چې پخپله خوله يې نارې وهلې چې د سيما سمر له خوا و جنسي استفادې ته تشويق سوي يو؛ اعتراف يې کاوه چې د سيما سمر د شخصي او د پرديو استخباراتو ښکار سوي يو.
    له دې جملې څخه يوې افغانې د (فريدې) په نامه چې مخکې يې ژوند انډيا کې کاوه په ۲۰۰۹ کال د فروري مياشت کې خپل ږغ د اريانا افغانستان تلويزيون له لاري اوچت کړ. نوموړې د اريانا تلويزيون سره مصاحبه کې په ژړا، ژړا و ويل: چې زه يو بې کوره، بې سرپرسته ځوانه، خواره انجلۍ وم او دژوند لاره راڅخه ورکه وه، حیرانه وم چې څه وکړم بالاخره په کابل کې یو چا راته وویل چې دبشري حقونو و خپلواک کمیسیون ته چې مشره یې یوه ښځه ده، سیما سمر نومیږي ورشه هغه به درسره مرسته وکړي.
    فریده وایي چې زه هم ورغلم د سیما سمر سره مې وکتل او هغې زما سره اول ښه وضیعت وکړ، ماته یې د دې په یو مېلمستون کې ځای راکړ، وروسته څو ځله سیما سمر زما سره وکتل او زه به یې و معاشرتي ژوند ته تشویقولم، ډیرې ښې ښایسته او موډرنې جامې به یې راته په تن کولې او ځینو میلمستیاوو او شخصي محفلونو ته به یې بیولم او ډیره یې جنسي استفادې او ګټې ته تشویقولم.
    یوه ورځ یې په ډیرو ښکاره الفاظو کې راته وویل چې ستا سټایل او اندام د خارجیانو ډېر خوښېږي، ته باید ځان د شخصي استفادې په منظور اماده کړې او که هر وخت ضرورت و ته به زما سره یو ځای ځې، د خارجي و داخلي میلمنو غوښتنه به پرځای کوې.
    فریده وایي: سیما سمر ماته وویل چې دا کوم بد کار نه دی او هره ځوانه نجلۍ حق لري چې آزاد ژوند ولري او له ځوانۍ څخه خوند و مزه واخلي.
    دوهم : د مستندو اوموثقو معلومات په اساس کوم وخت چې په ۲۰۰۸ م کال کې په کابل کې په سرینا هوټل باندې حمله وشوه، بریدګرو هوټل تر محاصرې لاندې ونیو، د هوټل په داخل کې ټول خارجي او داخليان بند پاتې وه چې په هغه وخت کې سیما سمر هم هلته له بهرنيانو سره بنده پا تې وه او له دې سره درې نورې ځوانې نجونې هم وې.
    کله چې د هغه وخت مسؤولین هوټل ته ننوزي. اورې چې د هوټل په لاندينۍ طبقه کې د ښځو ژړاوې دي، کوم وخت چې هلته ورځي ګوري چې سیما سمر سره له درې ځوانو نجونو پرځمکه پرتې دي او څو نفره بهرني يرغلګر هم هلته پراته وو چې د هغو له جملې څخه یو یې د ناروې د خارجه چارو وزیر ؤ.
    د هغه وخت له مسؤلینو څخه یوه دا هم وویل چې هغو دریو انجونو چې د سیما سمر سره په هوټل کې کلا بندې وې او په ژړا ژړا یې چیغې وهلې چې (ما را سیما سمر بازی داده است و ما را اینجا اورده بود که با مهمانان خارجی بیشینیم) او دا هم ویل شوي دي چې سیما سمر او هغه درې نورې ځوانې انجونې د بهرنيانو په ګډون سخت د نشې په حال کې پر ځمکه پراته وو او ډېر شراب یې څښلي وه.
    د نجیب الله کابلي په نامه يوه کس ويلي وو چې د بشر د حقونو په خپلواک کمیسیون او د شهداوو ارګنایزېشن په نوم ټولنه کې، چې سیما سمر یې مشره ده له کونډو او نجونو څخه جنسی ګټه اخیستل کیږی، هغه خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر او ډلې په اړه يې موږ داسې اسناد لرو چې یوې ځانګړې محکمې ته به یې وسپارو، دا اسناد ښیي، چې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون له ځینو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نیم لکه ډالره باج اخیستى دى او په جنایتونو یې سترګې پټې کړي دي،
    د هغه په وینا د بشري حقونو کمیسیون په خپله د پرديو په مافیایي باڼد بدل شوى وو.
    همدا راز کابل ټکي کام په ۲۰۱۶ کال د سپتمبر مياشتې پر دېرشم تاريخ يو راپور خپور کړ چې پکښي ويل سوي چې سيما سمر افغانې انجونې او کونډې نامشروع اړيکو ته هڅوي.
    له کله نه چې په افغانستان نوی نظام حاکم سوی، د ښځو بې پرده ګي، او هغه زناوې و نورې کيسې ختمې سوې نو د دې سره د سيما سمر هغه د همجنسبازۍ او زناوو او بې پرده ګۍ دکان هم بند سو خو دا بيا هم پر قراره نه کښېناستل او يوه ويډيويي پېغام کې د کابل ښځو ته په يوه ټيليفوني مکالمه کې دستور ورکوي چې په بې حجابي کې ووځي او طالبانو ته لاس واچوي.
    له کوم وخته چې امارت اسلامي حاکم سوی د نړۍ استخباراتو خپلو پټو جاسوسانو ته امر کړی تر څو د ښځو پر مسئله زيات تمرکز وکړي، چې له هغې جملې څخه يوه هم سيما سمر ده چې همېش يې بهرني يرغلګرو ته دلالي کړې او اوس هم د افغان مېرمنو د بې حجابۍ او نورو ناوړه کارونو ته يې هڅوي چې دغه پلان يې امريکا او نورو بادارانو ورکړی دی.
    الحمدلله چې دوی هر پلان کې ناکامه سوي او بل افغانه زنانه پتمنه ده، د افغان او اسلامي کلتور احترام لري د څو خرڅې سوو او جاسوسانو په خبرو او پلانونو نه تېر وځي؛ دا ټولنه اسلامي ده او حجاب د دې ټولنې زنانه وو بلکې د هرې مسلمانې ښځې لپاره زېور دی.

    مخکینۍ مقالهکابل: سروبي ولسوالۍ کې د ۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۸ کرنیزې پروژې پرانیستل شوې
    راتلونکي مقاله متقي: افغانستان د ملگرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    د ايران بالعربية رسنۍ د راپور له مخې د ايران د مذهبي مشر خامنه‌ ای…

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.