د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان سید مجید موسوي ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر امریکايي او اسرائیلي اهدفو د ایران د توغندیو د لګېدو کچه دوه برابره شوې ده.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ایران د لویو توغندیو پر وړاندې اسمان پرانیستل شوی او د ده په وینا «د یرغلګرو د سزا لړۍ» روانه ده.

موسوي زیاته کړې، چې د ایران ځواکونه د خپلو عملیاتو د دوام لپاره بشپړ چمتووالی لري او هر ډول ګواښ ته به سخت ځواب ورکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د ایران پوځي ځواکونه به د هېواد د امنیت او ملي حاکمیت د دفاع لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version