یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې سږ د حج د فریضې د اداء کولو پر مهال تر ۱۳ سوو زیاتو حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ۸۳ سلنه هغه حاجیان دي، چې له دوی سره رسماً د حج کوونکو په توګه نه وو ثبت شوي.

دوی زیاته کړې، چې دغه حاجیان تر ډېره په سره لمر کې د اوږده واټن قدم وهلو له امله مړه شوي دي.

د رسنیو راپورونه ښیي، چې د مړو شویو حاجیانو څه باندې ۵۰ سلنه یې د مصر هېواد اتباع دي.

په خبر کې زیاته شوې، سعودي عربستان له ۱۶ مسافرتي شرکتونو څخه د دې لپاره جوازونه اخیستي، چې یو شمېر حاجیانو ته یې په غیر رسمي ډول عربستان ته د سفر زمینه برابره کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version