Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سیاسي مرستیال: په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره جدي هڅې پیل شوې
    افغانستان

    سیاسي مرستیال: په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره جدي هڅې پیل شوې

    صابر افغانصابر افغان25 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره په ناسته کې ویلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره جدي هڅې کوو.

    د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي له ملي بودیجې څخه د کابل د اوبو سرچینو مدیریت او رغونه پيل کړي او په دې برخه کې يې له مرستندویه بنسټونو او همکارو هېوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه وکړه.

    په دغه ناسته کې د چهاردهي مخورو هم اوسنی امن او ثبات د هېواد د پرمختگ او بیارغونې لپاره غوره فرصت وباله او په خبره، روان وضعیت د افغانستان د ابادۍ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

    که څه هم پرو سږکال ژمي کې لږې واورې او ورښتونه وشول، خو د کابل د ځمکې لاندې اوبه یې پوره تغذیه نه کړې. د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي امر اسدالله رحمت‌زی وايي، له ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ښکته شوې ده.

    نوموړی له حکومتي ادارو غواړي چې د ځمکې لاندې اوبه ته پوره پام وکړي او پر وخت یې مدیریت کړي؛ گنې راتلونکي څو کلونو کې به خلک له سخت حالت سره مخ شي.: «د لوړ پوړو ودانیو د مالکانو له خوا د ژورو څاه‌گانو کیندل، د شنو ځمکو غصب او په هغو باندې د ودانیو جوړول، د کرنې لپاره د څښاک د تازه اوبو کارول او د لمبا د حوضونو او د موټرونو د مینځلو لپاره د اوبو کارول د سطحې اوبه له منځه وړي، او دا خلک دې ته هڅوي چې د ځمکې لاندې اوبو څخه کار واخلي»

    د ملگرو ملتونو پراختیايي سازمان وايي، اوسمهال ۷۹ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاس نه لري.

    مخکینۍ مقالهد کابل ـ بېجینگ ځوانانو لپاره گډ انستېتوت جوړېږي
    راتلونکي مقاله هند: په اوتار پردېش ایالات کې مدرسې تړل شوي دي

    مربوطه لیکنې

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي

    16 مارچ 2026

    د معتادینو درملنې په زر بستریز روغتون برید کې تر ٢٠٠ زیات معتادین شهیدان شوي

    16 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت په ځینو برخو کې د…

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.