Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»هند: په اوتار پردېش ایالات کې مدرسې تړل شوي دي
    سیمه

    هند: په اوتار پردېش ایالات کې مدرسې تړل شوي دي

    صابر افغانصابر افغان25 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوشنبه/ د وري ۶ مه یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپورونه خپاره کړې، چې د هند اوتارپردېش ایالات قضایي ارګان په دغه ایالات کې ټولې دینې مدرسې تړلې دي.

    رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د وري (حمل) په ۳ یمه نېټه د اوتار پردېش ایالات قضایی ارګان د ۲۰۰۴ کال هغه قانون لغوه اعلان کړ، چې له مخې یې دیني مدرسو ته د فعالیت جواز و، یادې ادارې ویلي، چې یاد قانون د هند سکولاریزم له قانون سره په ټکر کې و، نو ځکه لغوه اعلان شو.

    اوتارپردېش د هند یو له هغو ګڼ مېشتو ایالاتونو څخه دی، چې یواځې ۲.۷ میلیونه مسلمان زده کوونکي په ۲۵ زره دیني مدرسو کې په زده کړو بوخت و.

    په اوتار پردېش ایالات کې داسې مهال مدرسو فعالیتونه بندېږي، چې له دې وړاندې هم هند په پلازمینه نوي ډهلي کې د “اخوند جي” جومات چې ۷۰۰ کاله یې لرغونتوب درلوده نړولی و.

    هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، څو میاشتې وړاندې د هند په اوتار پردېش ایالات کې د “بابري” تاریخي جومات، چې په ۱۹۹۲ کال کې د تندروه هندوانو لخوا نړول شوی و، د هند حکومت لخوا د یاد جومات پر ځمکه د هندوانو د “رام ” معبد جوړ شو، دغه معبد د هند د صدراعظم “ناریندرا مودي” لخوا پرانېستل شوی و.

    له هند څخه په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کېږي، چې په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې تشدد او تندروي زیاته شوې او د دوی مقدساتو ته د سپکاوي ترڅنګ جوماتونه نړول کېږي او پر ځای یې د هندویزم پیروانو لپاره معبدونه جوړيږي.

    د روانې روژې میاشتې په اوایلو کې هغه مهال د پوهنتون په مسلمانو محصلین برید شوی و، چې دوی په تراویح لمانځه ولاړ و.

    مخکینۍ مقالهسیاسي مرستیال: په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره جدي هڅې پیل شوې
    راتلونکي مقاله غزه؛ ملګري ملتونه د جګړې په درولو کې پاتې راغلي

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا وزیر فضل شکور خان د نامعلومه وسله‌والو له لوري تښتول شوی

    21 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 23 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: چهارشنبه، ١۴۰٥/٧/١ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د اسیایي هېوادونو د اقتصادي ودې کمېټې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    23 سپتمبر 2026

    مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۴۰۰ بستریز روغتون له تازه فعال شویو څانګو لیدنه کړې

    23 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    23 سپتمبر 2026

    د اسیایي هېوادونو د اقتصادي ودې کمېټې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    23 سپتمبر 2026

    مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۴۰۰ بستریز روغتون له تازه فعال شویو څانګو لیدنه کړې

    23 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.