د نورستان سیمه‌يیز مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ملاتړ بزګرانو ته ۲۵۰ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دوی په وینا، دا شنې خونې بوټو ته د څاڅکو اوبو په ورکولو سره د اوبو اغېزمنتوب زیاتوي، په ټول کال کې سبزیجات تولیدوي، عواید زیاتوي او په وارداتو کې کموالی راولي. همدارنګه بزګرانو ته د فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

افغانستان چې د وګړو اقتصاد یې تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دی، مسوولین وايي، هڅه کوي چې په کلیوالي سیمو کې د بزګرو په لاسنیوي سره، هغوی د کرنیزو محصولاتو له لارې په خپل ځان بسیا شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version