
د بلوچستان رېپبلېکن ګارډز (بي.ار.جي) د پاکستان سيند ایالت کې د دغه هېواد د پوځي رژیم پر عسکرو د شوي برید مسئولیت ومانه.
دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د سيند ایالت حیدر اباد سیمه کې شوی، چې له امله یې یو شمېر عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.
«بي.آر.جي» له بلوڅ ازادي غوښتونکو جوړه ډله ده، چې بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم پر ضد وسلهوال فعالیت کوي او په دې وروستیو کې یې خپل فعالیتونه سيند ایالت ته هم غځولي دي.
د پاکستان پوځي رژیم تر دې مهاله د یادې ډلې دې ادعا ته کوم غبرګون نهدی ښودلی.

