Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد ته له تسلیمۍ پرته بله لار ور پاتې نه ده!
    لیکني

    شر او فساد ته له تسلیمۍ پرته بله لار ور پاتې نه ده!

    عمران آغاعمران آغا1 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    له افغانستان څخه وتلی شر او فساد چې ځان ته د مقاومت جبهه وایي، په تېرو دریو کلونو کې یې د اتحاد ساتلو او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو تر دې دمه ناکام شوي دي.

    د دوی تر منځ یوه ستونزه خپلمنځي اختلافات دي چې هره ورځ یې خبرونه راځي او تر منځ یې د اتحاد هڅې ناکامېږي.

    د عبدالرشید دوستم، عطا نور، محمد محقق او نورو تر منځ د نظر او ګټو اختلاف هغه څه دي چې دوی یې د ا.ا.ا پر ضد یو کولو ته پرېښي نه دي او له دریو کلونو تېرېدو وروسته لا هم پاشلي دي.

    په یو بل تورونه لګول او پخوانۍ دښمنۍ تازه کول هغه څه دي چې د دوی تر منځ یې اتحاد ناشونی کړی او په ریښتیني ډول یې د یوې مقاومت ډلې جوړولو مخه نیولې ده؛ د دوی تېر تاریخ ته په کتلو د دوی تر منځ اتحاد ناشونی بریښي.

    بل هغه څه چې دوی یې ناهیلي او ناکام کړي هغه په سیمه ییز او نړیواله کچه د ملاتړي نه موندل دي.

    د مرکزي اسیا ټوله توجه د سیمې اقتصادي نښلون ته ده او له ا.ا.ا سره یې نږدې سفارتي اړیکې جوړې کړي دي.

    ایران هم د تېر برعکس له شر او فساد لاس اخیستی او له ا.ا.ا سره یې نږدې اړیکې جوړې کړي دي؛ ایران اوس په منځني ختیځ کې هم ډېر بوخت دی.

    که پاکستان ته ګورو، په تېر کې له شر او فساد سره د نږدې اړیکو او همکارۍ تاریخ نه لري او تمه هم نه کېږي چې پاکستان به د شر و فساد ملاتړ وکړي؛ خو د ځینو راپورونو او د ا.ا.ا د ویاند ذبیح الله مجاهد له څرګندونو داسې ښکاري چې پاکستان د داعش په ملاتړ په افغانستان کې ګډوډي جوړوي.

    په نړیواله کچه که وګورو نو امریکا او نږدې متحدین یې په اوکراین او منځني ختیځ کې ډیر بوخت دي او وضعیت ته په کتلو داسې ښکاري چې دغه دوه بحرانونه به ژر حل نه شي او لویدیځ به تر ډیره هلته بوخت پاتې شي.

    امریکا او نورو هیوادونو دا هم په ځلونو ویلي چې د ا.ا.ا د وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کوي؛ په دې ډول څرګندیږي چې شر او فساد په سیمه ییزه او نړیواله کچه یوازې دی او د ا.ا.ا پر ضد د جګړې هیڅ توان او ملاتړی نه لري.

    اوس نو شر او فساد ته له غلي کښېناستو او تسلیمۍ پرته بله لاره ورپاتې نه ده؛ ښه خبره به دا وي چې شر او فساد له انلاین اخطارونو او خپل وخت ضایع کولو لاس واخلي او افغانستان کې په ارامه فضا کې ژوند تېرولو له پاره راشي او پاتې ژوند په عزت په خپل هیواد کې تېر کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهصهیونیستي اسرائيلو پر لبنان ځمکنۍ حمله هم وکړه
    راتلونکي مقاله کندهار کې د ۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۲۰۰ متره استنادي دېوال جوړ شوی

    مربوطه لیکنې

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026

    پاکستان؛ د جمهوریت له سقوط وروسته د مخالفینو د تکیې یوازینی ځای

    3 سپتمبر 2026

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 5 سپتمبر 2026

    د سعودي عربستان دلتا نړيوال شرکت سره د افغانستان د نفتو پر استخراج او اکتشاف خبرې شوي

    د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې د سعودي عربستان د «دلتا» نړیوالې کمپنۍ اجرایوي…

    د مسکو او کابل ترمنځ د ګډو ګټو او همکاريو پر پياوړتيا خبرې شوي

    5 سپتمبر 2026

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سعودي عربستان دلتا نړيوال شرکت سره د افغانستان د نفتو پر استخراج او اکتشاف خبرې شوي

    5 سپتمبر 2026

    د مسکو او کابل ترمنځ د ګډو ګټو او همکاريو پر پياوړتيا خبرې شوي

    5 سپتمبر 2026

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.