د شر او فساد ډله په شر کې خپل خیر لټوي؛ دا ډله یواځې شخصي موخې لري، دوی هیڅ راز ولسي ریښې نه لري، نو ځکه د بدیو له لارې غواړي د خلکو پام ور واوړي او د وینې تویونې، فساد او وران کاره فعالیتونو په توسط خپل اقتصاد تغذیه کړي. که یو بې طرفه څېړنه او محاسبه وشي، نو د دغه ډلې د جرمي او هر اړخیز اقتصاد په اړه به مستند لاسوندونه وموندل شي.
د شر او فساد د عوایدو سرچینې د نیابتي جګړو، استخباراتي اخاذیو، د وسلو قاچاق، د مخدره توکو پېر او پلور، باج ګیرۍ، اختطاف، د کانونو غیر قانوني استخراج، اجورتي قتلونه او نور جنایات دي.
پورته موارد هغه لوی جرایم دي، چې ولس کرکه ترې کوي او د افغانستان مؤمن ولس ترې پناه غواړي، نو ځکه دا ډله غیر ولسي ده، چې د قوم او سمت په نوم غواړي په خاصو سیمو او ځانګړو قومونو کې سیاسي او اجتماعي نفوذ وکړي، یا هم د قومي معاملې پر بنسټ د پښو ایښودلو ځای پیدا کړي، تر څو د دوی د تور کاروبار/ جنایاتو لپاره مارکېټ پیدا شي.
د احمد شاه مسعود کورنۍ د پنجشیر زمرود د اروپا تر بازارونو ورسول، چې په دې سره یې بیا جرمي سرمایه تر ملیاردونه ډالرو واوښتل، مګر په پنجشیر کې یې د تاجک قوم او پنجشیريانو د محرومیت لپاره د مبارزې جعلي داستانونه غږول. د دغه قوم په نوم به یې په کابل کې مانوري غونډي جوړولې او په همدې نوم به یې د څو تنو لپاره له پر ځېدلي جمهوریت څخه سیاسي موقفونه او مادي امتیازات ولجه کړل.
په بدخشان کې به فوزیه کوفي د ښځو حقونو تر عنوان لاندې ناندرۍ شروع کړې او هلته به یې خپلي هغه غلاوي د همدې غونډو په غبار کې وپوښلې، چې د نوموړې خور مریم کوفي، د نوموړې ورور او اوښي به د بدخشان د طلاوو له کانونو څخه کولې او غیر قانوني استخراج یې کاوه، فوزیه کوفي تېره اداره ننګوله تر څو د دوی د قاچاق مخه ونه ونیسي؛ دغه کورنۍ د اختطاف په قضیو کې هم لاس درلود.
عطا محمد نور غیر قانوني ښار ګوټي لرل، د میلیونونو ډالرو د برښنا پوروړی و، نه یې ښار ګوټو او نه یې هم فابریکو قانوني اسناد او جوازونه درلودل، خو کله به چې د وخت څارنوالۍ د دوی دوسیو ته لاس ور وړ، نو دوی به غږ اوچت کړ چې حکومت د قومي حذف سیاست پر مخ وړي. بیا به یې په مزار شریف ښار کې په هفتو – هفتو لویي غونډې دایرولې، یا به یې د “نارنجي غورځنګ” په پوښښ کې لاریونونه کول او د خپلو شخصي ټلویزیونونو له لارې به یې خپرول، تر څو پر تېره اداره فشار واچوي.
یونس قانوني به هم دولت په بې قانونۍ تورن کړ، بیا به یې یو زوی په لندن کې د افغانستان د سفارت پر څوکۍ نصب کړ، بل زوی یې په سینګاپور کې د سفارت کارمند مقرر کړ، لور یې لندن ته ولېږله او هلته یې د افغانستان په سفارت کې ماموره مقرره کړه، دا امتیازات به د ده د سکوت لپاره یو وجه وه؛ که به چا باج ور نه کړ، د وخت اداره او سیسټم به یې په فساد تورن کړل او بیا به یې د مقاومت نمایشي لاریونونه کول.
د سنبلې اتلسمه چې د احمد شاه مسعود د وژل کېدو ورځ بلل کېږي، د شر او فساد د مانورونو او سیاسي تجمعاتو په ورځ بدله شوې وه، دوی به تېره اداره په همدې مانورونو ډارول، په وزارتونو کې به یې د قوم او سمت په نوم لویه ونډه واخیسته، بیا به خاصو کورنیو د قوم په نوم وهل شوې ونډه سره ووېشل او قوم به هماغه د غربت په ډنډ کې لوېدلی و.
همدا ډول احمد ضیا مسعود، صلاح الدین رباني او امرالله صالح د “تغیر رستا خېز” تر عنوان لاندې، په کابل کې د اعتراض خیمې وهلې وې، تر څو د وخت له ادارې څخه سیاسي څوکۍ تر لاسه کړي.
د شر او فساد ډلې، همېش مرکزي نظامونه د فاشیسټ، پښتونیزم او افغانیزم په نوم ننګولي دي، تر څو سیاسي موقفونه ترلاسه کړي او د خپل جرمي اقتصاد اکاونټونه وپړسوي.
افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او ټول ولس سره اوبدل شوی دی، هیڅ یو یې له بل سره توپیر او یو پر بل بهتري نه لري، تنها یو څو قومي تجاران دي چې د شر او فساد د څرخ په تاوولو د ولس وینې زبېښي. دا ډله د ولس فریاد او ازار وهلې ده، د غلا او چور بانکي اکاونټونه یې دلته هم ډک پاتې وو، له هېواده بهر به یې هم د تورو پیسو د سپینولو هڅې اوس یو څه ټکنۍ وي، نو ځکه هلته هم نمایشي مجلسونه وکړي، بیا یې هماغه مجلسونه ناکام او دوی ترې تم شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.