د ۲۰۲۱م کال، د اګست مياشتې ۱۵مه نېټه وه، چې پلازمېنه کابل د طالبانو لخوا، په نظامي ډګر کې د دوی د حريفانو له ماتې وروسته تر کنټرول لاندې راغلی؛ د دوی د ۱۹۹۰مې لسیزې مخالفینو چې هغه مهال یې د متحدي جبهې، شمال ائتلاف او نورو نومونو ګرځنده دولتونه ایجاد کړي وو، له خپلو ملګرو سره یو ځای پنجشیر ته ور ټول شول او د ټول افغانستان پر ځای یې د يوې محدودي درې د ساتنې لپاره مقاومت پیل کړ.
طالبانو تقریباً ټول افغانستان تر کنټرول لاندې راووست، یوه وړه دره پنجشیر چې خورا درانه ولسونه یې دي، لا هم د بغاوتګرو په لاس کې وه، طالبانو د خپل حاکمیت د بشپړولو لپاره اړتیا درلوده چې دغه دره هم تصفیه او په خپل کنټرول کې واخلي، له دغه تصفیې سره د قوم، سمت او ولايت په نوم هغه امتياز اخیستونکي بغاوتګر تېښتې ته اړ شول، چې په واقعیت کې د نورو هېوادونو لخوا مستقيم حمایه کېدل.
دوی له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته بيا د شر او فساد په نومونو د ډلو – ټپلو جوړلو ته مخه کړه، څه باندې درې کاله کېږي چې تقریباً په هره میاشت کې یو نوی خوځښت او د طالبانو په خلاف نوی جريان را منځ ته کوي او په انلاین ناستو کې سره ور ټولېږي.
پوښتنه دا ده، چې په تېرو دريو کلنو کې جوړو شویو ډلو – ټپلو په عملیاتي او نظامي ميدان کې څومره لاسته راوړنې او پرمختګ ترسره کړی ده!؟
په څه باندې دريو کلنو کې، په داسې حال کې چې د شر او فساد ډلو په ټول هېواد کې يوه لوېشت ځمکه هم نه ده نيولې، بلکې په وروستیو مياشتو کې چې دې ډلې په هر ځای کې سر را پورته کړی دی، د طالبانو لخوا سخت ځپل شوي او د خپلو اعمالو په سزا رسېدلي دي.
په عملیاتي برخه کې د وړتيا د له لاسه ورکولو په لړ کې، د شر او فساد څو تنو غړو د هندوکش په غرونو کې د يوې ويډيو له لارې د شتون او حضور ادعاوي په ټولنیزو رسنيو کې ترسره کړې، خو د طالبانو ځانګړي ځواک او نظامي قوت تر يوې اوونۍ په کمه موده کې دوی وموندل او د خپل شوم عمل په سزا یې ورسول.
همدا راز په کابل، پروان، بغلان او نورو ولايتونو کې که شر خپروونکو سر را پورته کړی و، د طالبانو لخوا ځپل شوي دي؛ په دې وروستیو ورځو کې، په پروان ولايت کې د شر او فساد دوه تنه وژل شوي او همدا راز په کابل کې دوه تنه د طالبانو لخوا ژوندي ونیول شول؛ دوی ته د شته امنيت د اخلال اجازه نه ده ورکول شوې.
خو له دې ټولو سره شر او فساد چې نه تنها په افغانستان کې يوه لوېشت ځمکه ونه نیول، بلکې له سر را پورته کولو او شرارت ترسره کولو وړاندې د دوی په وژلو سره، د همدې ډلو ځینو غړو هم له خپلو ناکامیو پرده پورته کړې ده.
د شر او فساد ډلې د رهبرۍ شورا غړي عطا محمد نور څو ځله د احمد مسعود او نورو په مخاطب کولو سره هغوی ناکام بللي دي او د نورو د ګټو لپاره په طالبانو د بېچاره ګانو د زامنو د وژلو په اړه خبرې ترسره کړې دي؛ عطا محمد نور ویلي، چې موږ دې په پاريس، استانبول او دوشنبه کې ناست يو او د مقاومت نغارې دې په رسنیو کې ډنګوو؛ هغه زیاته کړې، چې په فيسبوک او رسنیو مقاومت نه ترسره کېږي.
د شر او فساد ډلې په دوامداره توګه د ورځې په ټول افغانستان کې د يوه یا دوه بریدونو ادعا په ټولنیزو رسنیو کې خپروي، خو تر دې دمه هيڅ يو داخلي بنسټ، ادرس یا فرد په ټولنیزو رسنيو، ټولیزو داخلي یا نړيوالو رسنيو کې د داسې يو مؤثر بريد پخلی نه دی کړی، چې ترسره شوی برید نظامي تلفات ولري، په داسې حال کې چې د شر او فساد ډلو اړوند د ټولنیزو رسنیو ادرسونه د نورو ډېرو پېښو ویډیوګانې ترلاسه کوي، خو د هغه بریدونو چې دوی یې ادعاوې کوي، هیڅ حقیقي ثبوت نه لري.
همدرا راز که چيرته په ورځني ډول د شر او فساد لخوا ادعا شويو بریدونو لس سلنه هم واقعیت درلوده، نو دوی به حتماً اوس په افغانستان کې يوه يا دوې ولسوالۍ تر کنټرول لاندې درلودې، ځکه چې د خورا ډېرو بریدونو ادعا کوي؛ خو ښکاري چې دوی په ټولیزه توګه یې خپل قوت او پياوړتيا له لاسه ورکړې ده.
په عملي ميدان کې د طالبانو لخوا د سختو ځپونکو عملياتو او په نطفه کې د دوی په له منځه وړلو سره په نظامي برخه کې لوېدلي دی، حتی په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو په خلاف د يو ګډ دريځ په را منځ ته کولو کې هم ضعیف شوي دي.
په نظامي ميدان کې د شر او فساد ډلو ماتې د دوی باداران هم نا اُميده کړي دي؛ هغوی به هم بیا په دغه ازمویل شويو اشخاصو د افغان وژنې لپاره پانګونه ونه وکړي، ځکه چې بغاوتګرو په تېرو دريو کلنو کې يوه لوېشت خاوره هم تر کنټرول لاندې رانه وستل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.