Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد کومي موخې لري؟
    لیکني

    شر او فساد کومي موخې لري؟

    صابر افغانصابر افغان26 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد ډله چې ځان د طالبانو سر سخت مخالفین ګڼي، د طالبانو پر وړاندې یې تر دې مهاله یواځې رسنیزه تبلیغاتي جګړه روانه کړې ده؛ دوی عموماً د خپل مخالفت لپاره موخې لري.

    ۱: د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي او غواړي چې حاکم نظام وننګوي، د حکومت پر جوړښت، ماهیت، پرېکړو او اوسنیو تګلارو غیر سالمې نیوکې کوي او په وړاندې یې درېږي، ځکه د شریعت اصول او پرېکړې ورته د زغم وړ نه دي.

    ۲: د شر او فساد لارویان غواړي د طالبانو رژیم ړنګ کړي او پر ځای یې یو بې ثباته، ديموکراتيک، له نا امنۍ او ګډوډیو ډک نظام حاکم کړي، داسې چې د دوی شخصي ګټې پکې خوندي وي. دغه ډله د ولسي مشروعیت نه درلودلو له کبله نشي کولای داسې یوه چاره ترسره کړي، ځکه چې دوی ازمویل شوي دي.

    برعکس د طالبانو رژیم بیا ځکه پایښت مومي، چې د مشروعیت مرجع یې اسلام دی او په ولس کې هم محبوبیت لري، خپلې چارې یې له ولس سره همغږي کړې دي او د هغوی د خیر او ښیګڼې لپاره یې چارې روانې کړې دي.

    ۳: د شر او فساد لارویان غواړي له افغانانو ازادي واخلي او حقونه یې تلف کړي، دوی چې همېش یې پردیو ته د افغانستان د اشغال بلنه ورکړې، اوس یې هم هڅه دا ده چې د افغانستان اشغال ته زمینه برابره کړي او استقلال له افغانانو واخلي.

    ۴: د شر او فساد لارویان په هېواد کې د سیاسي بېلابېلو ډلو او ټپلو د فعالیت لپاره زمینه سازي کوي، ترڅو ګډوډي رامنځته کړي، چور، غصب، وژنې او قتلونه یو ځل بیا ریښې وکړي او عام خلک د اوسني حاکمیت په ضد ودروي.

    شر او فساد ته د یادو موخو د تطبیق په بدل کې یواځې او یواځې شخصي ګټې مهمې دي او د خوندي کولو لپاره یې کار کوي؛ دوی ته هیڅ اسلامي او ملي ګټې ارزښت نه لري.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستاني طالبانو غورځنګ نوی نوښت؛ د لومړي ځل لپاره یې ښځینه‌وو ته ځانګړې رساله نشر کړه
    راتلونکي مقاله د اسلامي همکاریو سازمان او برتانیا له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.