ځایي سرچینې وایي، د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د پاکستاني رژیم د ړندو ډرون بریدونو او مرموزو وژنو له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.
سرچینې زیاتوي، چې وروستیو کې د یادې ولسوالۍ مرکز اړوند شیواه سیمه کې د عامو خلکو پر کورونو او مسجدونو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، په دغه سیمه کې د بېځایه شویو کورنیو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، چې ډېری یې له سختو بشري ستونزو سره مخ دي.
#هندوکشغږ
