د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ د «روسیې او اسلامي نړۍ» د ۱۷مې نړیوالې ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو افغان چارواکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي، افغانستان د اسلامي نړۍ د مهم غړي په توګه غواړي له نړیوالې ټولنې سره متوازن او مثبت تعامل ولري او افغان حکومت د اسلامي ارزښتونو او متقابل درناوي پر بنسټ خپله بهرنۍ تګلاره پرمخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال د نقطې په توګه مهم رول ولوبوي.

په ورته مهال د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ناسته مهمه بللې او ویلي یې دي چې دا به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version