ځایي سرچینې وایي، پرون جمعه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر لېږدوونکي موټر بمي چاودنه شوې.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، دې چاودنه کې د یاد رژیم اووه عسکر هلاک شوي او موټر یې له منځه تللی دی.
په ورته مهال «اتحاد المجاهدین پاکستان» په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی؛ خو پوځي رژیم یې په تړاو څه نهدي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني رژیم پر پوځي او امنیتي ادارو د بریدونو کچه لوړه شوې ده.


