د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، تېره شپه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر یوه کور ډرون برید شوی، چې له امله یې دوه ماشومان شهیدان شوي او درې مېرمنې او دوه نور ماشومان مرګوني ټپیان شوي دي.

ژوبل شوي کسان سمدستي نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو ویل شوي چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د سیمې ځایي اوسېدونکي وایي، په وروستیو میاشتو کې شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د کواډ کاپټر (ډرون) بریدونه زیات شوي، چې اکثره قربانیان یې عام ولسي خلک دي.

د سیمې خلک دا بریدونه بې دلیله بولي او وایي، هغه کورونه په نښه کېږي چې نه پکې امنیتي ګواښ وي او نه کومه مشکوکه فعاله ډله او وسله‌وال په‌کې موجود وي.

یاده دې وي چې، تر اوسه پاکستاني محلي چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version