په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي کیم سونګ ويلي، چې د شمالي کوریا اټومي وسلې د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د دوی د امنیت یواځينی تضمین دی.

کيم سونګ دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي شمالي کوریا په غیرقانوني ډول د اټومي وسلو په جوړولو تورنه کړې.

د شمالي کوریا استازي د دوی د اټومي وسلو پر وړاندې د امریکا دریځ په کلکو ټکو غندلی او په خبره یې واشنګټن دښمنانه دریځ لري او په دوامداره توګه د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه زیاته کړې، چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو لرل او پراخول د دې لپاره دي څو ډاډ ترلاسه شي، چې هېڅ بهرنی ځواک او یا بل هېواد د شمالي کوریا پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

ياده دې وي، چې شمالي کوریا د خطرناکو اټومي وسلو ترڅنګ اوږد واټن ويشتونکي بالستیک توغندي (ICBMS) هم لري، چې
د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په ګډون د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه په نښه کولای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version