د اوکراين پوځي استخباراتو ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د زاپوریژیا مېليتوپول سیمه کې د روسیې یو پرمختللی «بوک-اېم۳» دفاعي سېسټم له منځه وړی دی.

د اوکرایني رسنیو د راپورونو له‌مخې، «بوک-اېم۳» دفاعي سېسټم په هوا، ځمکې او سمندر کې د اهدافو د له‌منځه وړلو وړتیا لري.

د دغه سېسټم ارزښت له ۴۰ تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې اټکل شوی دی.

د روسیې پوځ تر دې مهاله د اوکراینې پوځ دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version