د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره چوی‌ سون‌هوی د جمعې په ورځ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ویلي؛ چې پیونګ‌یانګ به تر هغه وخته د روسیې تر څنګ ولاړ وي چې مسکو پر اوکراین بشپړ حاکم شوی نه وي.

په دغه لیدنه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل شمالي کوریایۍ سیالې څخه مننه کړې او د اکرین د جګړې په اړه یې د شمالي کوریا دريځ ستایلی دی.

شمالي کوریا د اکراین پر وړاندې د روسیې جګړه روا، مشروع او مقدسه جګړه بللې او له یاد هېواد سره یې د پوځي مرستو راپورونه رسنیز شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ناټو د اکراین په کورسک سرحدي سیمه کې د شمالي کوریا د پوځي سرتېرو شتون تائید کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version