د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر دوام، تازه شمالي کوریا هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې پر ایران برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض او خطرناک اقدام دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د شمالي کوریا خبرداری ورکړی و، چې د ایران او اسرائیل د جګړې دوام په سیمه کې د پراخې جګړې ګواښ زیاتوي.