د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د خلیج له هېوادونو غواړي چې په هندي کشمېر کې د وروستي برید پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.
نوموړي دا غوښتنه پرون د خلیج هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه.
د راپور له مخې، شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپرېل د ۲۲مې نېټې د برید په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.
په دې برید کې ۲۶ کسان، چې اکثر هندوان وو، ووژل شول. هند پاکستان د دې برید په ملاتړ تورن کړی خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.