د انسان بدن تل د هغې عقیدې تابع وي چې په ذهن او زړه کې یې ریښې ټینګې کړې وي، دا هماغه عقیده ده چې انسان یې په وجه خپل ځان ننګوي، د ژوند سړې او تودې د خپلو سیاسي او فکري آرمانونو د پوره کېدو لپاره زغمي.

که دا باور یو مثبت، رغوونکی او د ځان غوښتنې له کړۍ اوښتی او په سمو لارو روان وي، نو پیوستون ورسره ویاړ او فداکاري پکې افتخار ګڼل کېږي.

خو که جګړه د ځان‌ غوښتنې، شخصي ګټو او د عامه خیر د قربانۍ تر شا، د دروغو او تزویر په پردو کې پوښل شوې وي، نو نه یواځې دا چې فریب او غولونه ده، بلکې یوه شېبه درېدل پکې د تباهۍ او پښېمانۍ زېری له ځان سره لري.

افغانستان له څه باندې څلوېښتو کلونو راهیسې، تر بیلابیلو نومونو او عنوانونو لاندې د یرغلګرو د اشغال په اور کې وسوځېد. ملت نه یواځې ستر تاوانونه ولیدل، بلکې زرګونه با احساسه او فداکارو ځوانانو خپله تر ټولو ارزښتناکه سرمایه یعني ژوند قرباني کړ.

دې بې درېغه قربانیو، ایثارونو، له مادیاتو څخه سترګو پټولو او تجملاتو ته له شا کولو وروسته، د آزادۍ او استقلال سپین سبا له هر لوري راښکاره شو. د اشغال تیاره ورو، ورو په روښنایي بدله او دردېدلي ملت د واقعي خپلواکۍ خوند وڅکه.

په دې اوږده جګړه کې بالاخره د خدای تعالی د فضل او د ایماندارو ځوانانو د همت په برکت، دې ملت بریا خپله کړه. خو یو شمېر په شخصي ګټو پسې منډې وهونکي او ځان پلورونکي، نه یواځې دا چې په هېواد کې پاتې کېدل ورته له زغمه ووتل، بلکې هېواد یې پرېښود او د پردیو غیږې ته یې ځان ورساوه. له دې تېښتې سره یې خپل پټ ملاتړي هم برملا کړل او د هغوی تر لمن لاندې یې پناه واخیسته.

نن همدا جګړه ماران چې پخپله، کورنۍ او آن خپلوان‌ یې د ملت له شتمنیو څخه د غلا شویو پیسو په مټ، په پردیو هېوادونو کې له آرام ژوند خوند اخلي، اوس بېرته په بد نیت دسیسې جوړوي. دوی هڅه کوي داسې کسان ومومي چې د دوی د سیاسي شطرنج پیادې دانې لوبغاړي واوسي او د لویو دانو د ګټې لپاره قرباني شي.

د دوی دا ورانکارې هڅې یواځې تر دې پورې محدودې نه دي او نه ورباندې قناعت کوي، دوی اوس هڅه کوي چې د ملت ترمنځ د جګړې اور بل او لا پسې تازه کړي. له دروغجنو تبلیغاتو، پروپاګند او سیاسي فریب څخه په ګټه اخیستلو ساده زړي او ژر باور کوونکي کسان تحریکوي او غولوي، د خپلو ناوړه ګټو لپاره‌ یې د جګړې میدان ته راباسي، چې پایله‌ یې ناهیلي او پښېماني ده.

پخپله په خارج کې په امن ناست دي، رسنیو د تریبیونونو له شا د خاینانه نظریاتو او خوږو تېر ایستونکو خبرو پر مټ هڅه کوي چې خلک وغولوي او ملت یو ځل بیا د کورنۍ جګړې کندې ته ټېل وهي.

دا مخالفین د دوی د شخصي او ناروا ګټو د تأمین په جګړه کې د ملت له وینو تویېدو هېڅ درېغ نه کوي او پروا یې نلري. په ټوله کې، د احتمالي پیښو اور یواځې د دې ملت زړونه سوځوي او لوګی‌ یې د بې‌ ګناه خلکو سترګې ړندوي.

د دې خبرو او ادعاوو یوازینۍ پایله‌ د ځان غوښتنې ناوړه حس او د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره، ساده او دوکه شوي خلک قرباني کول دي او بس.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version