تېره ورځ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف افغان طالبانو ته ګواښ کړی چې د افغانستان دې د ټي ټي پي مخه ونیسي که چېرې د هغوی مخه نه نیول کیږي مسولیت یې مستقیماً د افغانستان په غاړه دی.

چې په ځواب کې یې د افغانستان د استخباراتو رئیس ښاغلي عبدالحق وثیق ویلي (افغانستان خپله د شرخوښه ډلو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی چې د روزنې مرکزونه یې هلته دي او د پاکستان له سرحده را اوړي خو دلته یې د افغانستان امنیتي ځواکونه مقابله کوي، پاکستان باید د جګړو مارو ډلو او جبهو روزنځایونه او خوندي ځایونه له منځه یوسي ترڅو په دواړو هېوادونو کې د نا امنیو مخه ونیول شي).

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان هلته د ناامنیو تور په افغانستان پورې کوي، مګر افغان طالبان هم ورته پرېکنده ځواب وايي، د ا.ا.ا د راتګ سره سم په وار وار د پاکستان امنیتي او ملکي چارواکو هلته د سختو بریدونو وروسته ګوته افغانستان ته نیولې، مګر د حکومت د رسنیو مشر ښاغلي ذبیح الله مجاهد ورته پرې کړی ځواب ورکړی.

ښاغلي مجاهد په وار وار ورته ویلي زموږ د ملامتولو په ځای ښه ده چې د پاکستان امنیتي ادارې خپل مسولیت ته زیر شي او خپلې ناکامۍ دې په موږ په تور پورې کولو سره نه پټوي.

کله چې ا.ا.ا تازه ورځې وې افغانستان د یو ښه ګاونډي په توګه د پاکستاني چارواکو او د پاکستاني ترمنځ د روغې جوړې دریمګړیتوب وکړ خو دواړه لوري کومې موافقې ته ونه رسېدې او لامل یې پاکستاني طالبانو د پاکستاني حکومت سرغړونې بللي او ویلي یې دي چې د پاکستاني چاوراکو په وار هغه تړونونو څخه سرغړونه کړې چې د پاکستاني طالبانو سره یې هوکړه کړې وه.

په دې ورستیو کې د پاکستان پوځ د تحریک طالبان له درنو حملو سره مخامخ دی او په دغو بریدونو کې پاکستاني نظامیان په نښه کېږي او درانه تلفات ور اوړي.

تېره ورځ د پاکستان فوځ د ټي ټي پي دوه زخمي اسیران ژوندي تر خاورو لاندې کړل چې د دوی دغه بربریت د خلکو د شدیدو غبرګونونه سره مخ شو او د تحریک مشرتابه پوځ ته اخطار ورکړ چې د دوی ګوزارونو ته دې په تمه شي، د هغه دوه تنو شهیدانو د انتقام امر پاکستاني نظامیانو کې سخته وېره خپره کړې.

پاکستاني حکومت چې په خپلو امنیتي رژیم کنټرول کې پاتې راشي نو د نیوکې ګوته یې افغانستان ته نیولې وي.

دا یواځې تحریک نه دی چې د پوځ د مظالمو په خلاف یې توره پورته کړې، بلکې هلته د قامي غورځنګونو د شدیدو مدني نافرمانۍ سره هم مخ دی.

پاتې دې نه وي چې قامپرسته تحریکونو کې بلوچ سرمچار هم د تشدد او هم د عدم تشدد لاره نیولې او پاکستاني حکومت ته یې لوی سرخوږی پېدا کړی.

د پي ټي ایم تحریک او مدني مزاحمتونو نه په الهام اخیستو ډاکټر مهرنګ بلوچ مدني مزاحمتونو پاکستان اندېښمن کړی دی.

یاد هېواد د ډانګ او پړانګ ترمنځ په متزلزله اقتصادي، سیاسي او امنیتي ننګونو ترمنځ ګیر دی، هلته په کشمیر کې هم کشمیران له پاکستان څخه بېلتون غواړي، بلوچان هم د ازادۍ په تکل وسلواله مبارزه کوي، پښتانه قامپرستان هم په خپلو وسایلو خپل اختیار غواړي.

پاکستان د ټولوګاونډیو سره ددښمنانه سیاست له کبله چاته مخ نه لري، همدا ډول د نړیوالو پورونو په سونامي کې ډوبه روانه ده؛ دا هېواد به ډوبیږي او همدا پالیسي میکران به یې ډوبوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version