د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي هرات ولایت کې د یوې غونډې پر مهال محتسبینو ته ویلي چې له خلکو سره ښه چلند او د هغوی شخصي حریم ته درناوی زمونږ لومړیتوب دی.

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې، تېرو دوه لسیزو د ټولنې ټول قشرونه په ځانګړي ډول ښځې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې وې.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د ناوړه دودونو او غلطو فرهنګونو له‌منځه وړل خپل مسئولیت ګڼي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د شریعت خلاف عمل ترسره کړي.

بله خوا هرات کې ځایي مسئولینو او علماوو د ټولنې په اصلاح کولو او د ځوانانو په فکري روزنه کې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت هڅې د پام وړ بللي او ستایلي یې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version