د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې، ورونیکا بوشکوویچ پوهار سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت دا مهال له هېواده بهر ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره مخ په لوړېدو دی.
د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، اسلامي امارت له خپلې بودیجې د هېواد بیارغونه پيل کړې او د اقتصادي خودکفایۍ لپاره یې هڅې دوام لري.
په دغه کتنه کې د اروپایي ټولنې استازو له افغانستان سره پر نږدې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ستونزو د حل پلوې ده.