Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شیوای شرق او د هغه زهري دریځ
    لیکني

    شیوای شرق او د هغه زهري دریځ

    صابر افغانصابر افغان13 فبروري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ارغوان وطنیار

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني معین شیوای شرق ویلي چې ډیورنډ کرښه یو رسمي سرحد دی او هيڅوک ترې سترګې نه شي پټولی، شیوای شرق دا خبره هم ورپسې زیاته کړې که پښتانه دا کرښه په رسمیت نه مني، موږ خراسانیان یې منو، پښتانه دې زموږ سیمه پریږدي او د سلیمان غره ته دې پورته شي. دا یې هم ویلي چې د پښتنو مشرانو او هر حکومت په ضمني ډول هم دا کرښه منلې ده.حال دا چې د کمونست نجیب نه راواخله تر ننه پورې کوم حکومت دا کرښه نه ده منلې.ملا محمد عمر مجاهد ته په کندهار کې دا وړاندیز نصیرالله بابر کړې و او د وخت امیرالمومنین له خپل دسترخوان شړلی و.د اسفندیار ولي خان هغه ویډیو اوس هم یوټیوب او خواله رسنیو کې کتلی شئ چې وايي پښتون میلمه پاله ولس دی مګر د خپل د ملي ګټو دښمن یې که میلمه هم وي رټي یې.بیا همدا خبره کوي چې نصیرالله بابر په کندهار کې ملا محمد مجاهد ته د همدې فرضې کرښې وړاندیز کوي، که دا په رسمیت وپيژنئ، همدې خبرې سره د لوی ملا صاحب تندی ګونځې کیږي له ډیره قهره بابر له دسترخوانه او له خپلې حجرې شړي.د نړۍ په هېڅ ارشیف کې به داسې کوم سند پیدا نه شي چې په هغې افغان حکمرانانو امضاء کړي وي او دغه د افغانستان له بدنې پرې شوې سیمه او جغرافیه يې پاکستان باندې خرڅه کړي وي. یا یې د دې جغرافیې قباله چاته ورکړې وي. که احیاناً داسې کار شوی هم وای دا سودا د منلو نه ده، حکمرانانو دا صلاحیت نه درلود چې د ولسونو برخلیک باندې دې کوم پاچا تصمیم ونیسي.همدا د شر او فساد لکۍ ګانې د هماغو استخباراتي کړیو برخه دي او د هماغه استخباراتي زنځیر تسلسل دی، چې وخت ناوخت ورته ویل کیږي چې داسې زهر لړلې وکړه، دوی دا خبرې خپله نه کوي بلکې په دوی کیږي. او د همدې لپاره پرې کیږي چې د میلونو انسانانو په زخمونو مالګې وشیندي.دا یوازې شیوای شرق نه دی چې د هغوی په اخور کې را لوی شوی دی او پښتانه حکمرانانو ته سپکاوی کوي، د دوی ټوله ډله داسې وه، د دوی مشران تعصب او عناد دومره ړانده کړي و چې هېڅ یې نه لیدل مګر له هرې ممکنه لارې یې د پښتنو د ځپلو لپاره کار اخیسته.شیوای شرق و که ضیا مسعود و، احمد ولي مسعود و، که احمد مسعود و، که بسم الله خان و، که قانوني خان و، که عطاء خان و دوی ټولو د افغان له ټرمینالوژۍ سره دښمني کړې حتی د افغان نوم یې جعلي هویت بللی او ویل به یې موږ دا تحمیلي هویت نه غواړو. د خپلو بادارانو په لمسون یې د تذکرو ملي پروسه کې خنډونه ایجاد کړل، پلمه یې دا وه چې قوم باید په کې اضافه شي چې کله قوم په کې ولیکل شو بیا یې وویل چې د افغان کلمه دې تر حذف شي افغان یعنې پښتون.دوی د خراسان دعوه کوي مګر خراسان نه شي راجوړولی. څه موده وړاندې د کابل پوهنتون استاد جلال چې د بدخشان ولایت اوسیدونکی تاجک دی، خراسانیانو ته وویل چې ورورنو منډې مه کوﺉ په زمکه د خراسان جغرافیه نشئ رامنځ ته کولی د خراسان حدودات له بخارا واخله تر مشهده او له مشهد واخله ماورانهره پورې او له هغه ځایه واخله د سِند تر سیند یعنیې اباسینه پورې د خراسان جغرافیه وه ایا ازبکستان دې ته حاضر دی چې تاسو ته بخارا در وبښي؟ ایا ایران له مشهد درته تیریږي؟ پاکستان به درته تر اباسین پورې جغرافیه درکړي؟د استاد فیض الله جلال په خبرو کې هغه دروند حقیقت پروت و چې دغو یې ځواب ورنشو کړای، یوه درنه چوپتیا یې حاکمه کړه.دا د جبر کرښه په زور انګریزانو نیولې، یوه ورځ به د مقبوضه افغانستان ټولې سیمې د افغان حکومت برخه ګرځي، د سیمې هیوادونه دلته د جګړو تداوم همدې لپاره غواړي چې موږ دې ته وخت پېدا نکړو ترڅو د خپلې خاورې داعیه د مذاکرې پر میز کیږدو. جګړه، قومي تعصب، ژبني مسایل او مذهبي توپیرونه هغه نیرنګي نقطې دي چې موږ مصروف ساتي او له لویو مسایلو زموږ مخ اړوي.او د دې نیرنګي نقطو د سترنج دانې د شیوای شرق په څېر استخباراتي خلک دي.شیوای شرق او پدرام یا نور نومونه چې پورته یاد شول د سیمې د هیوادونو د لاس آلې دي، دوی د خپلو هدفونو لپاره د کاغذ تشناب غوندې کاروي او بیا یې ځای ډېران وي.دوی به د خراسان خوب او پښتانه د سلمیان غرونو ته د شړلو خوب په کولاب، مشهد او کوم بل هیواد کې د سیند اوبو ته تیر کړي. دا وطن د افغانانو کور دی دغه منفورې څېرې د تاجک قوم استازي نه دي، بلکې هغوی استفراق کړي دا قومي دلالان دي، دغسې څېرې هر قوم کې شته چې د هغه قوم استازولي نشي کولی، هر قوم په هر وخت کې هر قومي دلال او د بېګانه استخباراتو کړۍ رټلی او ویلي یې دي چې د سپي په خولې د سیند اوبه نه مرداریږي.د افغان ارمانجن نسل به د ترقۍ او ورورلۍ په طرف خپل منزل لنډ کړي په دې کاروان پسې به ځای ځای سپي غاپي مګر زموږ یون نشي درولی.

    مخکینۍ مقالهغزني کې د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شول
    راتلونکي مقاله شعار نه بلکې کردار اهم دی

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.