العربیه خبري شبکې د صهیونیستي رژیم د رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه رژیم د پوځ هغو واحدونو ته چې د غزې جګړه کې برخه لري، امر شوی چې له دغې تړانګې شا تګ ته چمتووالی ونیسي.
ورته مهال د صهیونیست رژیم پوځ له ترلاسه شوې هوکړې هرکلی کړی او خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې «هر ډول سناریو لپاره چمتو واوسي.»
همداراز صهیونیستي پوځ فلسطینیان هغو سیمو ته له نږدې کېدو منع کړي چې دا مهال دوی پکې ځای پر ځای دي.
بل خوا نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د شوې هوکړې له مخې به غزه کې د نن ورځې تر ۱۲ بجو وروسته اوربند پیل شي.